Friday, January 4, 2013

(Globalization of Economic)د اقتصاد نړیوال کیدل یا


نړیوال کیدل یعنی څه ؟
په دا ورستیو څو لسیزو کښی د نړی په رسنیو کښی له نړیوال کیدو څخه خبری کیږی او هر ورځ په همدی مسله باندی تاوده بحثونه کیږی خو اوس هم ډیر خلک د نړیوال کیدو په مفهوم صحح نه پوهیږی
نړیوال کید ل هم د بلی هری ټولنیزی(اجتماعی)موضوع په شان د پوهانو د اختلاف وړ مو ضوع ده، او هر پوه یی دخپل لید لوری په اساس تعبیروی د همدی اختلاف له امله نړیوال کیدو ته مختلف تعریفونه ور کړل شوی چه یویی هم په تنهایی سره نه شی کولای د نړیوالکیدو مفهوم  په بشپړ ډول بیان کړی
د نړیوال کیدلو په هکله پوهانو مختلف نظریات ورکړی دی چه دڅو مهیمو څخه یی په لاندی ډول یادونه     کوم.
یو شمیر پوهان په دی اند دې چه نړیوال کیدل د لاتنی ژبی دglobe))څخه اخستل شوی دی چه د کره  معنی ورکوی، نو که نړیوال کیدل د Globe))څخه اخستل  شوی وی په پښتو او دری کښی ورته نړیوال کیدل یا جهانی شدن کارول په صحح ډول سره مطلب نشی بیا نولی. خو زیات شمیر پوهان په دی باوردی  چه نړیوال کیدل دGlobal))څخه اخستل شوی  چه د نړی په معنی ده(د محلی چاروبدلون په  نړی والوکچه یا د هیوادونو مسا یلوته نړیواله بڼه ورکول دی).
نړیوال کیدل ځینو پوهانو په لاندی ډول تعریف کړی دی.
مالکوم واټیزMalkom watez)):-
ښا غلې واټیز له نظره نړیوال کیدل هغه ټولنیزه پروسه ده چه دهغه په واسطه هغه محدودیتونه چه دجغرافیایی مرزونو په اساس په کلتوری روابطو باندی واکمن دی له منځه وړی.
مارټین اَلبروMartian albro)):-
نړیوال کیدل یو ټولنیزه پروسه ده چه د هغه په وسله دنړی ټول خلک په یوه واحده ټولنه کښی سره یو ځای کیږی.


مانویل کاستل(  Manovil castal):-
نړیوال کیدل د شبکه ډوله ټولنه څرګندیدل بولی چه ده هغه سره یو ځای ده پانګوال (سرمایداری) اقتصاد ی او کلتوری حرکات لیدل کیږی
پا ل کوک(Pal kock )
پال کوک بیا نړیوال کیدل دمختلفو هیوادونه  او ټولنو تر مینځ د اړیکو زیا تیدل بولی چه د  هغه په پا یله کښی په نړی کښی نوی نظام رامینځ ته کیږی چه په دی نوی نظام کښی د نړی ده یوی سمې د وګړو هوډونه (تصا مم) ،او کړنی (فعالیتونه ) د نړی پر نورو  لرو پرتو سیمو د وګړو په کړنو او فعا لیتونو باندی اغیز پر یبا سی.ډیوډ هیلر: نوموړی وایی چه  د خلکو نړیوال شموله واکمنی چه په هغه کښی کلتوری او اقتصادی مسا یل ډیر ا همیت ولری د نړیوال کیدو په نا مه یادیږی.  اولین ټافلر: ښا غلې ټا فلر ننی نړیوالو نسبتاَ پراخو اړیکوته د نړیوال کلی نوم ورکوی او زیاتوی چه که دنړی په یو ګوټ کښی کومه پیښه وشی نو په هغه بل ګوټ د نړی کښی خلک پر ته له کومه ځنډه خبریږی .ډاکټر محمد عابدالجا بری:  د نوموړی په نظر نړیوال کیدل د فرانسوی ژبی دمونوډلیزیشن د کلمی ژباړه ده چه د  یو شی په نړیواله کچه ګرځولو معنی لری، په دی معنی چه یو شی د پولو له محدودی څخه را بهرکول  او ده لا محدودیت اړخ ته یی بوتلل دی چه هیڅ ډول څارنه او مراقب ورباندی نه وی ټاکل شوی.که څه هم په پورتنیو تعریفونو کښی توپیرونه لیدل کیږی او حقیقت ته ورنږدی تعریف په کښی پیدا کول ستونزمن کار ده خوبیا هم هغه څه چی په څرګند ډول لیدل کیږی ، هغه دا دی چه په ټولو تعریفونو کښی جغرافیایی مرزونواو حدودو ته اشاره شوی چه باید کم شی او یا له منځه یوړل شی.او بله دا چه نړیوال کیدل نه یواځی اقتصادی اړخ لری بلکه کلتوری،سیاسی او ټولنیز اړ خونه یی هم مهیم دی په هر حال نړیوال کیدل ده پورتنیو تعریفونو په رڼا کښی په دی ډول تعریفوؤ، چه نړیوالکیدل هغه پروسه د چه ده هغه په  بنسټ د هیوادونو او ملتونو د اقتصادی،سیاسی،کلتوری او ټولنیزو اړیکو په وړاندی شته موانع او محددیتونه له منځه وړل کیږی چه په نتجه کښی نړی د یو کلی بڼه غوره کوی.  
لیکنه :  ش-شــــــمـــس