ټولنېزې لېکنې


د اداری یا منجمنټ دځنی اصطلاحاتو په هکله لنډ معلومات
مدیر څوک ده ؟
مدیر په لغت کی اداره کونکی او لارښود ته وایی او په اصطلاح کی  مدیر هغه شخص دی چی د یوی ډلی(ټیم) کاری مسولیت  په غاړه ولری.
کامیاب مدیر کومی ځانګړتیاوی لری؟
کامیاب مدیر هغه څوک ده چی خپل ټول فکر او غم د هدف د تر لاسه کولو په لار اچوی یعنی همیشه د هدف د تر لاسه کولو په فکر کی وی، کامیابه مدیران دوه لاندنی ځانګړتیا وی لری.
۱.سپارل شوی کارونه او دندی سم تر سره کوی.
۲.دندی او کارونه له ترټولو کم فشاره او اسانه لارو څخه تر سره کوی.
مدیریت څه ته وایی ؟
مدیریت په لغت کی اداره کولو او په یوه اداره کی لارښونی ته وایی او په اصطلاح کی مدریت  هدف ته درسیدو لپاره د انسانی او مادی منابعو هم غږی کول دی تر څوپه حداقل مصارفو او کمترین وخت کی خپل هدف ترلاسه کړی.
یا په بل عبارت مدریت د اداری د ا رکانو(هدف، پلان، وظایف او منابعو )تنظمول او سازماندهی کولو ته وایی.
سیستم څه ته وایی؟
سیستم د یوی اداری د ټولو هغه داخلی ارګانونو او ډیپارټمنټونو څخه عبارت دی چی ځانګړو او ګډو اهدافو ته د رسیدو لپاره له یو لړمشخصو قواعدو او مقرراتو څخه پیروی کوی اوپه ګډه یو له بل سره کار کوی.
سیسستم په دوه ډوله ده، یو یی د خلاص سیستم په نوم یادیږی چی له خارجی محیط سره اړیکی لری او بل یی د تړلی چی د خلاص سیستم معکوس ده.


ستراتیژی څه ته وایی؟
ستراتیژی عبارت له هغه جامع، واحد او بشپړ پلان څخه ده چی د هغه په واسطه د یو سازمان یا اداری اساسی اهداف تعنیږی.یا په بل عبارت ستراتیژی عبارت له هغه جامع پلان ،پالیسوو او فعالیتونو څخه ده چی د یو سازمان داساسی اهدافو د تر لاسه کولو لپاره تعینیږی.
پلان څه شی ده؟
هدف ته په منظم اوسیتماتیکه توګه د رسیدو لپاره له مخکنی طرحی څخه عبارت ده، یا په بل عبارت په منظمه او سیستمتاتیکه توګه  هدف ته د رسیدو لپاره مخکنی طرحی ته پلان ویل کیږی.
پلان دوخت په اساس په دری ډوله ده:
۱.لنډ مهاله پلان
۲.مینځ مهاله پلان
۳.اوږد مهاله پلان
تشکیل څه شی ده؟
په یوه اداره کی د وظایفو ویش، دصلاحیتونو او مسولیتونوحدود ټاکل د سلسله مراتیب او په یوه اداره کی د واحدونو ترمینځ منطقی اړیکیو ټاکلو ته تشکیل ویل کیږی.
لاندی دری ټکی په تشکیل کی ډیر اړین دی:
۱.د دندو ویش
۲.د صلاحیت او مسولیت د حدودو ټاکل
۳.د واحدونو ترمینځ منطقی روابط ټاکل
د اداره تعریف؟
اداره عبارت له هغه ټولنیز نظام او د ځانګړو میتودونو له طرحی څخه ده چی په هغه کی یو زیات شمیر وګړی د نسبتآ مشخصو اهدافو د لاسته را وړلو په موخه د یولړ پیچلو او مغلوقو دندو په تر سره کولو کی بوخت دی.
د اداری او منجمینټ عناصر کوم دی؟
اداره او منجمینت لاندی عناصر لری:
۱.هدف
۲.منابع
۳.مثریت یا Effectiveness
۴.مثمیریت یا Efficiency
۵.داخل لوری(جوانیب ذیدخل)Stockholders
هدف څه ته وایی؟
هدف له هغه مطلوبی نتجی څخه عبارت ده چی د اداری د ټولو کړنو تمرکزپه هغه لوری وی(په هماغه استقامت سوق کیږی)
هدف کومی ځانګړتیاوی لری؟
هدف باید لاندی خانګتیاوی ولری:
۱.واضح او څرګند وی
۲.د اندازی وړ وی
۳.دلاسته راوړلو وړ وی
۴.واقع بینانه وی باید
۵.د زمانی محدودت درلودونکی وی(یعنی لاسته راوړل یی په یو مشخص زمان کی تعین شوی وی)
څنګه کولای شو چی د ځان لپاره هدف وټاکو او بیا همدا ټاکل شوی هدف تر لاسه کړو؟
د هدف د ترلاسه کولولپاره یو اووه مرحلی فارمول شتون لری چی که هر وګړی له دی اووه مرحلی فارمول څخه په ښه توګه کار واخلی نو خپل هدف به په ډیره اسانی سره انشاالله تر لاسه کړی، چی دا اووه مرحلیی فارمول په لاندی ډول دی.
۱.په لومړی مرحله کی په ډیر څرګند ډول ووایاست چی په ژوند کی تاسو څه غواړی چی ترلاسه یی کړی، چی دا باید ډیر واضح او څرګند بیان شی.
۲.په دوهمه مرحله کی هغه څه چی غواړیی تر لاسه یی کړی دیو کاغذ په مخ یی په ډیرتفصل سره ولیکی، خپلی غوښتنی باید ډیر واضح ، څرګندی او په تفصل سره د یو کاغذ په مخه ولیکل شی، ځکه که دکاغذ په مخ ونه لیکل شی هغه په حقیقت کی موخه نه ده.
۳.دریمه مرحله : په دی مرحله کی مو دخپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو مهال ویش وټاکی، که موخه ډیره لویه وی هغه په څوکوچنیو موخو وویشی، او دهری موخی د ترلاسه کولو لپاره یو وخت وټاکی، مهال ویش ځکه باید د موخو د ترلاسه کول لپاره وټاکل شی چی دا د انسان په ضمیر کی یو ځواک پیدا کوی او انسان د هغه لارو د پیداکولو په فکر کی کوی چی همدا موخی پری ترلاسه کولای شی.
۴.مرحله کی موخو ته د رسیدو لپاره د ټولو هغه فعالیتونو نوم لړ چمتو کړی چی د موخو د ترلاسه کول لپاره اړین وی، او په راتلونکی که داسی فعالیتونه په مخه درځی چی د موخو په تر لاسه کولو کی موثر وی همدی نوم لړ ته یی ور زیات کړی.
۵.مرحله کی د فعالیتونو نوم  لړ ترتیب کړی او نوموړی نوم لړ په یو پلان تبدیل کړی، او دا کړنی او فعالیتونه د هغوی د ارزښت له مخی اولیت بندی کړی او ورسته د هر فعالیت لپاره یوه موده وټاکی.
۶.مرحله کی د پورتنی پلان په رڼاکی لاس په کار پور ی کړی، مهمه دا ده چی عملآ کار پیل کړی.
۷.مرحله کی هره ورځ یو له داسی کړنو څخه تر سره کړی چی تر ټولو غوره موخی ته چی مخکی مو ټاکلی ده ورنږدی کړی او هوډ وکړی چی د کال په هره ورځ کی باید داسی کار وکړی چی تر ټولو غوره موخو تر لاسه کولو ته مو ورنږدی کړی.چی دغه اووه مرحلیزه فارمولا د نړی تقریبآ ټولو کامیابو وګړو په لږ څه توپیر سره په خپل ژوند  کی پلی کړی ده.
منابع څه ته وایی؟
منابع د یوی اداری له مادی اومعنوی پانګی څه عبارت دی چی لاندی ډولونه لری.
۱.فزیکی منابع
۲.مالی منابع
۳.انسانی منابع
۴.غیری محسوسی منابع
مثریت(Effectiveness)  څه ته وایی؟
مثریت د کارونو په ښه توګه اجرا کولوته وایی چی له مونږ سره د یوی اداری یا سازمان د اهدافو په ترلاسه کولو کی مرسته کوی، په مثریت کی د کیفت مسله زیاته مطرح ده.
مثمیریتEfficiency )) څه ته وایی؟
مثمریت د فعالیتونو په سمه توګه له اجرا څخه عبارت ده  چی په پایله کی یی له کمی پانګی څخه په استفادی سره زیات محصول په لاس راشی یعنی هغه وخت په کارونو کی مثمریت شته چی محصول پکی نسبت عامل ته زیات وی(output: input)یی لوی وی.
په مثمریت کی لاندی دی ټکی ډیر د پام وړ دی :
۱.کمیت
۲.قیمت
۳.وخت
ګډلوری (Stockholders)په اداره کی کوم دی؟
په اداره جوانیب ذیدخل هغه څوک دی  چی په سازمان او یا په فعالیتونو کی یی ونده ، ګټه او یا تمایل ولری او په یو ډول نه په یو ډول د سازمان فعالیتونه د دوی په ګټه او تاوان باندی اثر پریباسی.
په ګډلوروکی لاندی کتګوری شاملی دی:
۱.ونډه اخستونکی
۲.کارکونکی یا مامورین
۳.مشتریان/تمویلونکی
۴.عرضه کونکی
۵. د هماغه ځای خلک
اداره یا منجمینټ څه اهمیت لری؟
۱.په ښه توګه د اهدافو لاسته را وړل
۲.دمصارفو کمول
۳.د پولی او زمانی محدودیتونو په نظر کی نیولو سره د فعالیتونو تکملول
۴.د مشتریانو او تمویل کونکی رضایت او قناعت
سازمان یا Organization څه ته وایی؟
د افرادو له ځانګړی ترتیب څخه عبارت دی چی د ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره رامینځ ته کیږی، چی لاندی خانګړتیاوی لری.
۱.ځانګړی اهداف
۲.ځانګړی تشکیل
۳.افراد
یوه سالمی اداره کومی ځانګړتیاوی لری؟
۱.چی په اداره کی له ټول اداری اصولو، مقرراتو او قواعدو څخه پیروی لازمی وی.
۲.تشکیل پکی باید له ټولو اداری اړتیاوو سره سم وی، او د اداری له اصلی اهدافو او دندو سره هم غږی وی او په اداره کی له تشکیلاتی تورم(پاړسوب) څخه مخنوی وکړی.
۳.د کارکونکو په انتخاب انتصاب او تغییر کی باید د اداری د مهمو اصولو څخه کار واخستل شی لکه د تعادل اصل، تخصص، مثریت، مثمیریت، انسانی اړیکی او اداری سلسله مراتیب باید مراعت شی.
۴.اداره باید له کاری تقلب، استفاده جویی، رشوت اخستلو او بیروکراسی (کاغذ پرانی)څخه پاکه وی.
۵.د کارسپارل د هغه اهل ته
۶.په اداره کی هم غږی، د کنترول او رهبری ښه سیستم او د مدریت له ټولو اصولو څخه پیروی کول.
د اداری اساسی اصول کوم دی ؟
۱.د هم غږی اصل او د هدف یوالی
۲.د سلسله مراتیبو اصل
۳. دتخصص اصل
۴.د دستور ورکول یوالی
۵.د نظارت اصل
۶.دصلاحیت اومسولیت اصل
۷.د تعادل اصل
۸.د انعطاف پزیری اوتداوم اصل
۸.کاریتوب(اصل کارایی)اصل
د مدیرانو اومنیجرانو لوی دندی کومی دی ؟
۱.پلان جوړونه
۲.استخدام
۳.سازماندهی
۴.رهبری
۵.کنترول
پلان جوړونه څه ته وایی؟
پلان جوړونه هغه پروسه ده چی په هغه کی د اهدافوتشخیص او تعریف کیږی، دفعالیتونو تعین او دهغوی لپاره زمانی جدول ټاکل، د یومطلولوب حالت ټاکل او تعین شوو  اهدافو ته د رسیدو لپاره وسایل په ګوته کول او ډیر دقیق ډول د مصارفو سنجول او دمصارفو شرحه ترتیبول.
پلانګذاری مناسبی تصمم نیولو ته اړتیا لری.
سازماندهی څه ته وایی؟
۱.د اړتیا وړ فعالیتونو تنظم او تشخص.
۲.د هغه فعالیتونو ګروپ بندی کول چی اهدافو ته د رسیدو په لاره کی ورته ضرورت وی.
۳.د یوګروپ فعالیتونو مسولیت یو مدیرته چی لازم صلاحیت ورکړل شوی وی سپارل.
۴.د فعالیتونو د تنظم لپاره د فعالیتونو په مینځ کی هم غږی راوستل، هغه که په عمودی توګه وی او که په افقی توګه وی.
۵.د دی خبری واضح کول چی څوک باید کوم کار تر سره کړی.
۶.کوم شخص دکوم نتایجو د په لاس راوړلو مسولیت لری.
۷.د سازمان اهدافو ته د رسیدلو تنظم او زمینه برابرول.
۸. د یوسیستم رامینځ ته کول، تر څو د کاری منازعاتو په له مینځه وړلو کی مرسته وکړی.
استخدام یا Staffing  څه ته وایی؟
د یو سازمان په تشکیل کی د خالی پوستونو ډکولو ته استخدام وایی. لاندی موضوعات په استخدام کی د اهمیت وړ دی .
۱.دموجوده کارکونکو ارزیابی
۲.د بشری ځواک د اړتیاوو تشخیص
۳.انتخاب
۴.مقررول
۵.زدکړی
۶.ارزیابی
رهبری څه ته واایی؟
رهبری د افرادو په ډلیزو فعالیتونو د اثر اچولو له پروسی څخه عبارت ده چی په یو معین حالت کی اهدافو ته درسیدولو لپاره مرسته (تشریک مساعی)کوی، په رهبری کی په نورو باندی د نفوذ لرل په داسی توګه چی هغوی د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره سره یو کړی ډیر مهم دی.
یو رهبرباید لاندی خصوصیات ولری:
۱.لیرلیدنه
۲.اجتماعی والی
۳.په عمل کی ابتیکار
۴.قوی اراده
۵.په خپل نفس اعتماد لرل
۶.د دندو د تر سره کولو له ډول څخه خبریدل
۷.محبوبت
۸.انعطاف پزیری
۹.روانی روغتیا لرل
۱۰.د هکاری ځای درک کول
رهبر باید همیشه د خلاقیت لید لوری ولری تر لاس لاندی کسان همیشه باید وهڅوی او د هغوی په وجود کی د پټو استعدادونو د کشف وړتیا باید ولری.
کنترول څه ته وایی؟
کنترول هغه پروسه ده چی په هغه کی تر سره شوی کارونه له پلان سره پرتله کیږی چی ایا تر سره شوی کارونه د پلان مطابق دی که نه دی ، کنترول په حقیقت کی د اداری د فعالیتونو په دوامداره توګه د اصلاح کولو په موخه په نظرکی نیول کیږی.
کنترول د اداری په کارونو کی پرمختګونه راښی او د اداری دفعالیت له شروع بیا تر اخیره پوری دواوم لری او حتی امکان لری چی ورسته له فعالیته هم ادامه ولری. د کنترول ډولونه په لاندی توګه دی .
۱.له عمل څخه مخکی کنترول: په دی ډول کنترول کی د فعالیتونو له شروع څخه مخکی د پیشبنی په اساس د فعالیتونو د اصلاح لپاره یو مناسب پلان ټاکل کیږی چی له دی څخه یواځی د احتمالی تغییراتو او پرمختګونو د پیشبینی لپاره استفاده کیږی.
۲.دکار دجریان په وخت کی کنترول: د کار په جریان کی فعالیتونه کنترول کیږی او کوشش کیږی چی له نواقصو څخه مخنیوی وکړی.
۳.د فعالیت له ختمیدورسته کنترول(کنترول بعدی): کله چی فعالیتونه سرته ورسیدل بیا دا ډول کنترول شروع کیږی او ترسره شوی فعالیتونه له پلان سره پرتله کوی او ګوری چی فعالیتونه له تعین شویو اهدافو څخه څومره په انحراف کی دی چی اصلی هدف کی راتلونکو مشابه فعالیتونو او پروژوته معلومات برابرول دی ، تر څو په راتلونکو پلان ګذاریوو کی ورځنی کار واخستل شی په هر حال د مخکی له فعالیت څخه کنترول(کنترول اینده نیګر)اهمیت مدیرانو ته له هغه کنترول چی د فعالیتونو په جریان کی ترسره کیږی(کنترول حال)او هغه کنترول چی ورسته صورت نسی (کنترول بعدی )څخه زیات دی.
د مدریت کومی کچی موجودی دی ؟
مدریت د لاندینیو سطحو درولودونکی دی :
د ټیټی کچی مدیران یا first line managers: هغه مدیران دی چی د مدریت تر ټول په ټیټه سطحه کی قرار ولری او مستقمآ دخپلو کارکونکو مسولیت په غاړه ولری.
۲.دمنځنی کچی مدیران یا Middle managers: هغه مدیران دی چی د  لوړی کچی له مدیرانو څخه په ټیټه کچه کی قرار ولری او د ټیټی کچی د مدرانو د کارمسولیت په غاړه ولری.
۳.دلوړی کچی مدیران یا Top managers: هغه مدیران دی چی د مدریت په لوړه کچه کی قرار ولری.
Griffen management
هغه اداره په خپلوکارونو کی کامیابه ده چی په تولید کی هم مثریت او هم مثمیریت ته پام وکړی.


پای
ش - شمس


زمونږ راتلونکی موضوع به انشاالله چی Time Management یا د وخت مدیریت وی .
د انسا ن په ژوند کی : هغه کوم شی دی چی یو انسان یی دخپل په ځای دبل انسان نشی کارولی(استعمالولی) ، په پیسوی یی نشی اخستلای ،نه یی له چا غلا کولی شی او نه یی څوک تری غلا کولی شی ،هیڅکله یی زخیره کولای نشی ،هیشه د مصرف په حال کی ده او  
هیشه یی انسان له کمښت سره مخامخ  ده ؟!!! ستاسو یواځنی ځواب کیدی شی وخت وی
.چی ډیر ژربه انشاالله تاسوته په دی هکله په زړه پوری مطالب وړاندی کوو




No comments:

Post a Comment