Monday, March 6, 2023

د وخت مدیریت د ځوانانو لپاره

 



د وخت مدیریت

د ځوانانو لپاره

شمس الدین شمس

وخت هغه څه دی چې په دومداره توګه مصرف کیږي او د ذخیره کیدو وړ نه دی. الله تعالی ج انسانانو ته د ډیرو مهمو نعمتونو له جملې څخه وخت تر ټولو ستر نعمت ورکړی، له وخت څخه سمه ګټه اخیستنه د انسان په حال او راتلونکي ښه ژوند باندې خورا زیاته اغېز لري، هغوی چې له وخت څخه سمه ګټه اخیستې، خپلې موخې یې ترلاسه کړې. نبي ع هم وخت او روغتیا د خپل امت لپاره دوه ستر نعمتونه بللي او فرمايي چې زما امت د دې دوو سترو نعمتونو په هکله غافل دی. د دې مبارک ارشاد له په اساس ډېری  مسلمانان په ځانګړي توګه افغان ځوانان د وخت په هکله ډیر غافله او بې پروا دي، زمونږ ډېر ځوانان له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي، هغوی که د ښونځي زده کوونکي دي،  که محصلين او یا هم د چارو مسولین دي، وخت ورته ډیر ارزښت نه لري. همیشنۍ هيله یې داوي چې وخت څنګه تیر کړي(څنګه ساعتیری وکړي). کوم ته چې د فقهي ستر عالم ښاغلي یوسف قرضاوي د وخت وژنې اصطلاح کارولې، نوموړی وایې: څوک چې وايي، راځئ ساعت تېر کړو، په حقیقت کې وخت وژنه کوي. زما د دې لیکني موخه داده چې و پوهیږو ، آیا مونږ له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخلو؟ ولې زمونږ په ټولنه کې ځوانان وخت ته اهمیت نه ورکوي؟ د وخت ضایع کولو لاملونه څه دي؟ او څنګه کولای شو له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو؟.

څنګه پوه شو چې وخت ضایع کوو؟

د نړۍ ستر شخصیتونه چې نن ېې نومونه د اتلانو په حیث په تاریخ کې ثبت دي تر ډیره د دوی د ځیرکتیا یا سخت کار پایله نه وه، بلکې د وخت د ښه مدیریت او له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخیستل د دې باعث شوه چې دوی د نړۍ اتلان شي، تقریبآ په نړۍ کې ډیر کم خلک د وخت د ښه مدیریت وړتیا لري او له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخیستلای شي، د دې لپاره چې پوه شو آیا مونږ له وخت څخه اغیزناکه ګټه اخلو او کنه؟ نو لاندې دوه کارونه ترسره کوو:

1.    د راتلونکي لپاره مو پنځه موخې د یو کاغذ پرمخ لیست کړئ، هغه موخې چې رسېدل ورته ستاسې له نظره اړین او لومړیتوب وي لکه  لوړې زده کړې، د جایداد اخیستل یا داسې نور..

2.    اوس پنځه هغه موارد لیست کړي چې هره ورځ خپل ډیر وخت پرې ضایع کوئ( زده کړې ، لوبې....) که مو زیات وخت هغو کارونو ته ورکړی وو چې تاسو ته ډیر اړین دي او موخو ته مو رسوي نو د وخت په مدیریت کې ښه یاست او که زیات وخت مو نورو کارونو ته ورکړی وو نو د وخت مدیریت مو ضعیف دی، د وخت کامیابه مدیریت ستاسو سره مرسته کوي چې کړنې مو په اغیزناکه توګه ترسره کړئ او زیاته اندازه وخت به د اړینو کارونو د ترسره کولو لپاره ولرئ.

زمونږ په ټولنه کې د وخت د ضایع کولو لاملونه: زمونږ په ټولنه کې د وخت د ضایع کولو لاملونه مختلف دي خو ځيني مهم یې په لاندې توګه دي:

1.    د کورنۍ کلتوري جوړښت: په ډېری افغان کورنیو کې ماشومانو ته مشخص مسولیتونه نه ور له غاړې کیږي، د بیلګې په توګه  دوی ته خپل مسولیتونه نه ور مشخص کيږي چې ورته وویل شي: ته ښونځي ته ځه، د ورځني ضرورت وړ سودا راوړه، کورنۍ دنده دي ترسره کړه... بلکه ماشومان له یو نا معلوم سرنوشت سره مخامخ وي، مشران کولای شي هر وخت چې يې زړه وغواړي د دوی په کارونو کې مداخله کولای شي، او د ډیرو وړو کارونو د ترسره کولو غوښتنه هم ترې کوي، حتی د یوې پیاله چایو د اچولو لپاره یې له بل اطاق څخه راغواړي، چې دا کارونه ماشومان له ازادانه تصمیم نیونې څخه راګرځوي او نشي کولای چې د خپل ځان لپاره موخه وټاکي، وخت ورته بیل او ورته کار وکړي، ماشوم د دې په انتظار چې اوس به د کورنۍ د مشر له لورې ور څخه د کوم کار د تر سره کولو غوښته وشي، خپل ډیر وخت ضایع کوي، چې ورسته دا د دوی عادت ګرځي.

2.    ټولنیز کلتوري جوړښت: زمونږ په ټولنه کې هم ځیني داسې دودونه شته چې له کبله یې وخت ضایع کیږي، د بیلګې په توګه که کور ته میلمه راشي که څه هم ته اړين کار ولرې د دې لپاره چې  د میلمه عزت وشي او خفه نه شي باید یو دوه درې ساعته ورسره مجلس وکړې، یا په کلي کور کوڅه بازار کې که ته له ملګري او دوست سره مخامخ کيږي باید يو څه وخت ورسره خبري وکړې.

3.    په ژوند کې د روڼو موخو نه درلودل: زمونږ اکثره ځوانان بې هدفه ژوند کوي، د ځان لپاره يې موخې نه وي ټاکلې، نو نه پوهیږي چې څه وکړي او د څه شي د لاسته راوړلو هڅه وکړي، کله چې انسان په خپلو موخو پوه نشي یا یې ونلري له ژونده ستړی کیږي، هڅه کوي چې د سرګرمي لپاره په ځینو بیهوده کارونو خپل وخت تیر کړي.

4.    د (نه) ويلو جرائت: د وخت د ضایع کولو بل مهم لامل دادی چې زمونږ ځوانان د (نه ) ویلو جرائت نه لري، د بيلګې په توګه دی اړين کار لري چې باید ترسره یې کړي خو په دې وخت کې یې ملګري ورته راځي او د چکر  هيله ترې کوي، د دې لپاره چې دی د (نه) ویلو جرئت نلري یا په بل مفهوم موږ ویلی شو چې نه غواړي څوک خفه کړي او   د هغه غوښتنه نشي رد کولاي او ورسره ځي، چې په دې توګه مونږ په ټولنه کې وینو چې ځوانان خپل قیمتي وخت ضایع کوي.

5.    لوبې: زمونږ د اکثره ځوانانو ډېر وخت په لوبو، تفریح او سرګرمي( فیس بوک ، تلویزون، ګیم...) تیریږي، ځوانان په ورځ کې تر مطالعې او رسمي کار په لوبو او سرګرمي ډېر وخت ضایع کوي.

څنګه له وخته اغیزمنه ګټه اخیستلای شو؟

د نړۍ د نامتو شخصیتونو د ژوند لیک له مطالعې څخه څرګنديږي چې د هغوی د کامیابي راز د وخت څخه سمه ګټه اخستل وو، د بیلګې په توګه، علامه عبدالشکور رشاد له ځانه څه باندې سل کتابونه په میراث پريښودل، دا په داسې حال کې ده چې ده ته هم الله ج په یوه شپه او ورځ کې ۲۴ ساعتونه ورکړي وو او مونږ ته هم، نوموړي سل کتابه ولیکل او مونږ یا بل هغه چاچې د ده د عمر په اندازه ژوند په دې نړۍ کړی دی او کوم د پام وړ کارنامه یې نده ترسره کړې، ولې؟ ځکه رشاد صاحب له وخت څخه اغیزمنه استفاده کړې وه، او مونږ نه ده کړې. راځئ چې د لیکنې اصلي پوښتنې (څنګه له وخته اغیزمنه ګټه اخیستلای شو؟) ته ځواب ووايو:

د دې لپاره چې له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو لاندې کړنې اړينې دي، چې باید تر سره یې کړو:

1.    واضح موخې ټاکل: هر انسان باید په ژوند کې هدف ولري، پرته له هدفه ژوند بیخونده کیږي، هدف د انسان ژوند ته لوری ورکوي او په مشخص مسیر یې رهنمايي کوي، هدف دی چې د انسان په ژوند کې د وخت ارزښت زیاتوي، تاسوکولای شئ د یو کال، پنځه کاله یا د څوراتلونکو کلونو لپاره خپلې موخې تعین کړئ. موخه/موخې باید ډیر واضح، معقولې او په مشخص وخت کې د ترلاسه کیدو وړ وي.

2.    پلان جوړ کړئ: د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د کړنو لیست ترتیب کړئ، هرې کړنې لپاره وخت او منابع په نظر کې ونیسئ.

3.    کړنې د لومړیتوب له مخې ترسره کړئ: کله چې مو پلان جوړ کړ او د کار حجم مو معلوم کړ، نو د کړنو لیست د لومړي توب په اساس ترتیب کړئ، کومې کړنې چې ډیرې اړینې دي او تاسو خپلو موخو ته په رسولو کې ډیر اغیز لري، لومړی یې ترسره کړئ، په دې ترتیب ټولې کړنې لیست او ترسره یې کړئ.

4.    کړنې د ۲۰/۸۰ قانون له مخي ترسره کړئ: د ۲۰/۸۰ قانون وايې چې د هر کار په ترسره کولو کې ۲۰ فیصده کړنې د ټول کار ۸۰ فیصده نتیجه له ځان سره لري، نو تاسو د هر کار د ترسره کولو نه مخکې فکر وکړئ او هغه  شل فیصده کړنې په ګوته کړئ چې ۸۰ فیصده نتجه پرې ترلاسه کولای شي.

5.    په ځان کې د (نه) ويلو جرئت پیدا کړي: د خلکو هغه غوښتنو ته چې تاسو له خپل هدف څخه را ګرځوي یا په کاري وخت کې تاسو ته مزاحمت کوي په جرائت سره رد کړئ.

6.    د لوبو لپاره وخت و ټاکئ: په ورځ / ونۍ کې د لوبو، تفریح او سرګرمي (فیس بوک، ګیم..) لپاره ځانګړی وخت او ملګري و ټاکئ، که ډیره اړینه نه وي نو له یاد وخت څخه یواځې د تفریح په موخه استفاده وکړئ.

7.    د مزاحمت مخنیوی وکړئ: ټول هغه څیزونه چې تاسو ته د کار یا مطالعې پر مهال مزاحمت کوي له ځان څخه ېې لري یا خاموش کړئ لکه فیس بوک ، مبایل ، تلویزون ...

8.    خپل ځانته پام وکړئ: باید په کافي اندازه خوب او استراحت وکړئ ځکه د انسان مغز تر ټولو مهمه دنده ترسره کوي که انسان بې خوبه وي موثریت یی هم کمیږي نو د دې لپاره  اړینه ده چې شپه وخته څملي او سهار وخت پورته شي.

9.    خپل ځان وپېژنئ: باید د ځان په هکله کافي معلومات ولرئ چې د ورځې په کومه برخه کې  ښه کار کولای شئ او موثریت او انرژي زیاته وي او په کومه برخه کې مو مولدیت کم دی، یا هم کیدای شي د ورځې په یوه برخه کې ستاسو د یو ډول فعالیت موثریت زیات وي ( په سهار کې مطالعه  په څاښت کې فزیکی یا دفتري کار) نو باید تاسو له خپلو عاداتو بشپړ خبر شئ او د هغه مطابق خپل کارونه ترتیب کړي.

د پورته کړنو په عملي کولو سره کولای شو د ځان د پرمختګ او له وخت څخه اغیزناکه ګټه واخلو.

 


Monday, March 9, 2020

د وخت مدیریت ۷ مهم ټکي

لاندې اووه مهم ټکي تاسو سره د وخت په مدیریت کې مرسته کولاي شې
1.       په خپلو موخو ځان پوه کړي: که غواړي چې وخت مو بې ځایه ضایعه نشې ، لومړی باید په خپلو موخو ځآن ښه پوه کړي، او دا یقینی کړي چې کوم کار چې تاسو اوس پری بوخت یاست خپلو موخو ته مو رسولاې شی.
2.       د خپلو کړنو لیست ترتیب کړي: د خپلو کړنو لیست تر تیب کړي ، او په ډیره ځیرکتیا سره یې اولیت بندي کړي، په دی معنی چې د خپلو کړنو لیست ډیر په غور سره تر نظر تیر کړي او داسي یی اولیت بندي کړي چې موخو ته مو په اسانی سره ورسیږي.( د کړنو په لیست کي مو مهمې او عاجلې کړنې له مهمو او غیري عاجلو کړنو څخه جلا کړي)
3.       د (نه) ویلو مهارت په ځان کی پیدا کړي: که تاسو کوم مهم کار یا مهمه کړنه په مخ کې لري چې باید ترسره یې کړي، او په عین حال کې له تاسو څخه ستاسو نږدی ملګری غواړی چې په میله ورسره لاړ شې ، نو باید دا جرءت ولري چې هغه ته د نه ځواب ورکړی، کیدای شې هغه اوس تاسو درک نکړي خو په فرصت سره هغه ته قناعت ورکړي.
4.       مخکی له مخکی پلان ولري: یو تر ټولو خراب عادت چې ستاسو ډیر وخت ضایع کوي ، هغه د کاري ورځې په داسې حال کې پیل ده چې څرګند پلان ونلری، چې باید د ورځې په اوږدوکې څه وکړي، نو ددی لپاره چې له وخت څخه مو اعظمي ګټه پورته کړې وې باید هرې ورځې ته مخکی له مخکی پلان ولري، او د هغه مطابق خپله کاري ورځ پیل او پاي ته یی ورسوي.(ښه به داوي چی مشخص کړي چې په سهار کې کوم کاروکړي او په ماسپیښن کې کوم کار وکړي)
5.       د وخت له ضایع کولو څخه مخنیوی وکړي: دې  ته باید جدي پام وکړي چې دیوې مهمې دندې د ترسره کولو په وخت کې ستاسو څومره وخت ضایع کیږی او د دندې د ترسره کولو څخه ورسته پاتې کیږي د بیلګې په توګه ټولنیزې رسنې لکه فیس بوک یا مبایل باندی څومره وخت ضایع کوي، تاسو کولاي شې په ورځ کې د فیس بوک او ورته رسنیو د کارولو لپاره په ورځ کې وخت ځانګړي کړی مثلآ سهار په ۷ بجي نیم ساعت او ماښام په ۷ نیم ساعت.
6.       خپل ځانته پام وکړي: باید په کافي اندازه خوب او استراحت وکړی ځکه د انسان مغز تر ټولو مهمه دنده ترسره کوي که انسان بیخوبه وي مولدیت یی هم کمیږی نو د دی لپاره شپه وخته څملې او سهار وخت پورته شی
7.       خپل ځان وپیږنې:  باید د ځان په هکله کافی معلومات ولری چې د ورځې په کومه برخه کې  ښه کار کولاي شې او مولدیت دی زیات ده او په کومه برخه کې مو مولدیت کم ده، یا هم کیدای شې د ورځې په یوه برخه کې ستاسو د یو ډول فعالیت مولدیت زیات وي ( په سهار کې مطالعه  په څاښت کې فزیکی یا دفتری کار) نو باید تاسو له خپلو عاداتو بشپړ خبر شی او د هغه مطابق خپل کارونه ترتیب کړي.
هیله ده چې پورته کرښې ستاسو سره د وخت په مدیریت کې مرسته وکړې او ترې ګټه پورته کړې

Tuesday, May 27, 2014

استخدام یا په کارګمارنی په هکله لنډ معلومات

 

تعریف:

استخدام یو عامه اصطلاح ده چی د مختلفو منابعو د پکار اچولو او په کار ګمارلومعنی لری. لکه چی پوهیږی په یوه اداره کی لیږ تر لیږه څلور ډوله منابع کارول کیږی( فزیکی منابع، مالی منابع، انسانی منابع او نامحسوسی یا معنوی منابع) چی د یادو هری ډلی په کار اچولو ته استخدام وایی، خو دلته زمونږ موخه د انسانی منابعو په استخدام بحث کول دی، نو په دی اساس نوری منابع په نظر کی نه نیسو
استخدام د پلا ن له ډیرو مهمو برخو څخه ده ، چی په حقیقت کی یوه پروسه ده چی هڅه کیږی تر څو هغه کاندیدان یا کسان جذب کړی چی په یوه اداره کی د خا لی بست (تشی وظیفی ) د پرمخ بیولو وړتیا ولری، په دی پروسه کی علمی سوی، کاری تجربی او له نورو سره 
سلوک( رویی ) او اخلاقوته اهمیت ورکول کیږی.

استخدام ته اړتیا (ولی استخدام؟):

 لکه چی په تعریف کی ورته اشاره وشوه، چی په یو اداره کی د تشی وظیفی ډکولو ته استخدام وایی، په حقیقت کی د همدی پوښتنی ځواب هم داده، کله چی په یوه اداره کی تشی وظیفی یعنی بستونه رامینځ ته شی، د کارونو په سمه توګه او په وخت سرد ترسره کولو لپاره اداره اړ ده چی تشو وظیفو ته کارکونکی وګماری، دا چی ولی په یوه اداره کی نوی تشی وظیفی رامینځ ته کیږی، ممکن ډیر عوامل ولری چی دلته یی له ځینو مهمو عواملو څخه یادونه کوو:  یو ه اداره چی کله خپل کاروبار ته پراختیا ورکوی یا کاری ظرفیت ته توسعه ورکوی یا هم یوه نوی پروژه پیلوی نو په داسی حالاتو کی د دی لوړ احتمال موجود دی چی تشی وظیفی دی رامینځ ته شی. چی د دا ډول وظیفو ډکولو او د کسانو په کارګمارلو ته اړتیا لیدل کیږی چی همدی پروسی ته استخام وایی.

داستخدام مهمی مرحلی:


په یو ه اداره کی چی کله استخدام ترسره کیږی لاندی مهمی مرحلی په نظر کی نیول کیږی:
ü     استخدام ته د اړتیا تثبیتول: په دی منعی چی تر هرڅه له مخی یوه اداره پوه شی چی استخدام ته اړتیا لری او په کومه برخه کی باید استخدام ترسره شی، لنډه دا چی لومړی تشه وظیفه تثبتوی.
ü     کله چی تشه وظیفه تثبیته شوه ، د هغی لپاره لایحه د وظایفو ترتیبوی ، یعنی که په دی برخه کی کارکونکی استخدام کیږی هغه باید کوم کارونه ترسره کړی او صلاحیتونه یی کوم دی.
ü     کله چی استخدام ته اړتیا ثابیته شوه او لایحه د وظایفو ورته تعین شوه،  نو په دریم قدم کی باید په بودیجه کی د همدی پوست لپاره مالی امکانات ځانګړی شی( معاش او نور مصارف).
ü     طبعی خبره ده چی پورته ټوله کارونه به د اداری د مشرانو له لوری ترسره شوی وی او یا به تایید شوی وی، مطلب دا چی طی مراحل به په سم شکل مرعات شوی وی. ورسته  له دی ، بست ته باید د وړ کاندید د پیدا کولو په موخه اعلان وشی، چی اعلان یی کیدی شی چاپی او یا هم الیکترونی رسنیو په وسیله ترسره شی. اعلان باید لیږ تر لیږه دوه هفتی وخت ولری.
ü     کله چی کاندیدانو خپل غوښتن لیکونه یا سی وی ګانی راولیږلی، د ټاکل شو  نیټی ورسته د نورو کسانو سوی او غوښتن لیک نه منل کیږی او په ترلاسه شوی سی وی ګانو غور کیږی چی کوم ځنی یی شرایط پوره کوی، دوه یا څو کسان د سیالی په موخه [شارټ لیست ] کوی او  انټروی یا هم امتحان ته را بلل کیږی.
ü     کیدی شی له را بلل شوو کسانو لومړی امتحال واخستل شی چی  د دوی مسلکی سویه تعین کړی،
ü     کوم کسان چی په امتحان کی شی پایلی لری انتروی ته رابلل کیږی ، اوپه انټروی کی معمولا د معرفی څخه پیل ، تجربه او په مسلکی او عمومی پوښتنو چی دانټروی کونکی سلوک هم تری معلوم کړای شی پای ته رسیږی، د یادولو ده چی د انټروی په مهال د کاندید د معاش دتقاضاپه هکله هم معلوما ت ترلاسه کیږی.
ü     کوم کس چی په امتحان او انتروی کی لوړی نمری وړی ، داداری شرایط منی ، کامباب اعلانیږی. ا و د قرارداد لپاره راغوښتل کیږی.
مخکی له قرار داد څخه دبشری منابع مدیر له کامیاب شوی کس څخه لاندی اسنادو غوښتنه کوی چی په انګلسی کی ورته HR Check list وایی:
  1. سی وی یا خلص د سوانح
  2. تحصلی اسناد
  3. یو یا دوه قطعه عکسونه
  4. د تذکری کاپی
  5. ممکن صحی معانات
  6. ضمانت لیک

د پورته اسنادو په پوره کولو سره قرارداد لاسلیک کیږی ،او د ګمارل شوی کس لپاره دوسیه پرانستل کیږی چی د قرارداد په ګډون پورته ټول اسناد پکی ځای په ځای کیږی. او د کار په اوږدو کی وخت ناوخته تازه کیږی.

په درنښت

ش-شمس

استخدام یا په کارګمارنی په هکله لنډ معلومات

 

تعریف: استخدام یو عامه اصطلاح ده چی د مختلفو منابعو د پکار اچولو او په کار ګمارلومعنی لری. لکه چی پوهیږی په یوه اداره کی لیږ تر لیږه څلور ډوله منابع کارول کیږی( فزیکی منابع، مالی منابع، انسانی منابع او نامحسوسی یا معنوی منابع) چی د یادو هری ډلی په کار اچولو ته استخدام وایی، خو دلته زمونږ موخه د انسانی منابعو په استخدام بحث کول دی، نو په دی اساس نوری منابع په نظر کی نه نیسو
استخدام د پلا ن له ډیرو مهمو برخو څخه ده ، چی په حقیقت کی یوه پروسه ده چی هڅه کیږی تر څو هغه کاندیدان یا کسان جذب کړی چی په یوه اداره کی د خا لی بست (تشی وظیفی ) د پرمخ بیولو وړتیا ولری، په دی پروسه کی علمی سوی، کاری تجربی او له نورو سره سلوک( رویی ) او اخلاقوته اهمیت ورکول کیږی.
استخدام ته اړتیا (ولی استخدام؟): لکه چی په تعریف کی ورته اشاره وشوه، چی په یو اداره کی د تشی وظیفی ډکولو ته استخدام وایی، په حقیقت کی د همدی پوښتنی ځواب هم داده، کله چی په یوه اداره کی تشی وظیفی یعنی بستونه رامینځ ته شی، د کارونو په سمه توګه او په وخت سرد ترسره کولو لپاره اداره اړ ده چی تشو وظیفو ته کارکونکی وګماری، دا چی ولی په یوه اداره کی نوی تشی وظیفی رامینځ ته کیږی، ممکن ډیر عوامل ولری چی دلته یی له ځینو مهمو عواملو څخه یادونه کوو:  یو ه اداره چی کله خپل کاروبار ته پراختیا ورکوی یا کاری ظرفیت ته توسعه ورکوی یا هم یوه نوی پروژه پیلوی نو په داسی حالاتو کی د دی لوړ احتمال موجود دی چی تشی وظیفی دی رامینځ ته شی. چی د دا ډول وظیفو ډکولو او د کسانو په کارګمارلو ته اړتیا لیدل کیږی چی همدی پروسی ته استخام وایی.
داستخدام مهمی مرحلی: په یو ه اداره کی چی کله استخدام ترسره کیږی لاندی مهمی مرحلی په نظر کی نیول کیږی:
ü      استخدام ته د اړتیا تثبیتول: په دی منعی چی تر هرڅه له مخی یوه اداره پوه شی چی استخدام ته اړتیا لری او په کومه برخه کی باید استخدام ترسره شی، لنډه دا چی لومړی تشه وظیفه تثبتوی.
ü      کله چی تشه وظیفه تثبیته شوه ، د هغی لپاره لایحه د وظایفو ترتیبوی ، یعنی که په دی برخه کی کارکونکی استخدام کیږی هغه باید کوم کارونه ترسره کړی او صلاحیتونه یی کوم دی.
ü      کله چی استخدام ته اړتیا ثابیته شوه او لایحه د وظایفو ورته تعین شوه،  نو په دریم قدم کی باید په بودیجه کی د همدی پوست لپاره مالی امکانات ځانګړی شی( معاش او نور مصارف).
ü      طبعی خبره ده چی پورته ټوله کارونه به د اداری د مشرانو له لوری ترسره شوی وی او یا به تایید شوی وی، مطلب دا چی طی مراحل به په سم شکل مرعات شوی وی. ورسته  له دی ، بست ته باید د وړ کاندید د پیدا کولو په موخه اعلان وشی، چی اعلان یی کیدی شی چاپی او یا هم الیکترونی رسنیو په وسیله ترسره شی. اعلان باید لیږ تر لیږه دوه هفتی وخت ولری.
ü      کله چی کاندیدانو خپل غوښتن لیکونه یا سی وی ګانی راولیږلی، د ټاکل شو  نیټی ورسته د نورو کسانو سوی او غوښتن لیک نه منل کیږی او په ترلاسه شوی سی وی ګانو غور کیږی چی کوم ځنی یی شرایط پوره کوی، دوه یا څو کسان د سیالی په موخه [شارټ لیست ] کوی او  انټروی یا هم امتحان ته را بلل کیږی.
ü      کیدی شی له را بلل شوو کسانو لومړی امتحال واخستل شی چی  د دوی مسلکی سویه تعین کړی،
ü      کوم کسان چی په امتحان کی شی پایلی لری انتروی ته رابلل کیږی ، اوپه انټروی کی معمولا د معرفی څخه پیل ، تجربه او په مسلکی او عمومی پوښتنو چی دانټروی کونکی سلوک هم تری معلوم کړای شی پای ته رسیږی، د یادولو ده چی د انټروی په مهال د کاندید د معاش دتقاضاپه هکله هم معلوما ت ترلاسه کیږی.
ü      کوم کس چی په امتحان او انتروی کی لوړی نمری وړی ، داداری شرایط منی ، کامباب اعلانیږی. ا و د قرارداد لپاره راغوښتل کیږی.
مخکی له قرار داد څخه دبشری منابع مدیر له کامیاب شوی کس څخه لاندی اسنادو غوښتنه کوی چی په انګلسی کی ورته HR Check list وایی:
۱--سی وی یا خلص د سوانح
۲-تحصلی اسناد
۳-یو یا دوه قطعه عکسونه
۴-د تذکری کاپی
۵-ممکن صحی معانات
۶-ضمانت لیک
د پورته اسنادو په پوره کولو سره قرارداد لاسلیک کیږی ،او د ګمارل شوی کس لپاره دوسیه پرانستل کیږی چی د قرارداد په ګډون پورته ټول اسناد پکی ځای په ځای کیږی. او د کار په اوږدو کی وخت ناوخته تازه کیږی.

په درنښت

ش-شمس

Friday, January 4, 2013

(Globalization of Economic)د اقتصاد نړیوال کیدل یا


نړیوال کیدل یعنی څه ؟
په دا ورستیو څو لسیزو کښی د نړی په رسنیو کښی له نړیوال کیدو څخه خبری کیږی او هر ورځ په همدی مسله باندی تاوده بحثونه کیږی خو اوس هم ډیر خلک د نړیوال کیدو په مفهوم صحح نه پوهیږی
نړیوال کید ل هم د بلی هری ټولنیزی(اجتماعی)موضوع په شان د پوهانو د اختلاف وړ مو ضوع ده، او هر پوه یی دخپل لید لوری په اساس تعبیروی د همدی اختلاف له امله نړیوال کیدو ته مختلف تعریفونه ور کړل شوی چه یویی هم په تنهایی سره نه شی کولای د نړیوالکیدو مفهوم  په بشپړ ډول بیان کړی
د نړیوال کیدلو په هکله پوهانو مختلف نظریات ورکړی دی چه دڅو مهیمو څخه یی په لاندی ډول یادونه     کوم.
یو شمیر پوهان په دی اند دې چه نړیوال کیدل د لاتنی ژبی دglobe))څخه اخستل شوی دی چه د کره  معنی ورکوی، نو که نړیوال کیدل د Globe))څخه اخستل  شوی وی په پښتو او دری کښی ورته نړیوال کیدل یا جهانی شدن کارول په صحح ډول سره مطلب نشی بیا نولی. خو زیات شمیر پوهان په دی باوردی  چه نړیوال کیدل دGlobal))څخه اخستل شوی  چه د نړی په معنی ده(د محلی چاروبدلون په  نړی والوکچه یا د هیوادونو مسا یلوته نړیواله بڼه ورکول دی).
نړیوال کیدل ځینو پوهانو په لاندی ډول تعریف کړی دی.
مالکوم واټیزMalkom watez)):-
ښا غلې واټیز له نظره نړیوال کیدل هغه ټولنیزه پروسه ده چه دهغه په واسطه هغه محدودیتونه چه دجغرافیایی مرزونو په اساس په کلتوری روابطو باندی واکمن دی له منځه وړی.
مارټین اَلبروMartian albro)):-
نړیوال کیدل یو ټولنیزه پروسه ده چه د هغه په وسله دنړی ټول خلک په یوه واحده ټولنه کښی سره یو ځای کیږی.


مانویل کاستل(  Manovil castal):-
نړیوال کیدل د شبکه ډوله ټولنه څرګندیدل بولی چه ده هغه سره یو ځای ده پانګوال (سرمایداری) اقتصاد ی او کلتوری حرکات لیدل کیږی
پا ل کوک(Pal kock )
پال کوک بیا نړیوال کیدل دمختلفو هیوادونه  او ټولنو تر مینځ د اړیکو زیا تیدل بولی چه د  هغه په پا یله کښی په نړی کښی نوی نظام رامینځ ته کیږی چه په دی نوی نظام کښی د نړی ده یوی سمې د وګړو هوډونه (تصا مم) ،او کړنی (فعالیتونه ) د نړی پر نورو  لرو پرتو سیمو د وګړو په کړنو او فعا لیتونو باندی اغیز پر یبا سی.ډیوډ هیلر: نوموړی وایی چه  د خلکو نړیوال شموله واکمنی چه په هغه کښی کلتوری او اقتصادی مسا یل ډیر ا همیت ولری د نړیوال کیدو په نا مه یادیږی.  اولین ټافلر: ښا غلې ټا فلر ننی نړیوالو نسبتاَ پراخو اړیکوته د نړیوال کلی نوم ورکوی او زیاتوی چه که دنړی په یو ګوټ کښی کومه پیښه وشی نو په هغه بل ګوټ د نړی کښی خلک پر ته له کومه ځنډه خبریږی .ډاکټر محمد عابدالجا بری:  د نوموړی په نظر نړیوال کیدل د فرانسوی ژبی دمونوډلیزیشن د کلمی ژباړه ده چه د  یو شی په نړیواله کچه ګرځولو معنی لری، په دی معنی چه یو شی د پولو له محدودی څخه را بهرکول  او ده لا محدودیت اړخ ته یی بوتلل دی چه هیڅ ډول څارنه او مراقب ورباندی نه وی ټاکل شوی.که څه هم په پورتنیو تعریفونو کښی توپیرونه لیدل کیږی او حقیقت ته ورنږدی تعریف په کښی پیدا کول ستونزمن کار ده خوبیا هم هغه څه چی په څرګند ډول لیدل کیږی ، هغه دا دی چه په ټولو تعریفونو کښی جغرافیایی مرزونواو حدودو ته اشاره شوی چه باید کم شی او یا له منځه یوړل شی.او بله دا چه نړیوال کیدل نه یواځی اقتصادی اړخ لری بلکه کلتوری،سیاسی او ټولنیز اړ خونه یی هم مهیم دی په هر حال نړیوال کیدل ده پورتنیو تعریفونو په رڼا کښی په دی ډول تعریفوؤ، چه نړیوالکیدل هغه پروسه د چه ده هغه په  بنسټ د هیوادونو او ملتونو د اقتصادی،سیاسی،کلتوری او ټولنیزو اړیکو په وړاندی شته موانع او محددیتونه له منځه وړل کیږی چه په نتجه کښی نړی د یو کلی بڼه غوره کوی.  
لیکنه :  ش-شــــــمـــس