Tuesday, May 27, 2014

استخدام یا په کارګمارنی په هکله لنډ معلومات

 

تعریف: استخدام یو عامه اصطلاح ده چی د مختلفو منابعو د پکار اچولو او په کار ګمارلومعنی لری. لکه چی پوهیږی په یوه اداره کی لیږ تر لیږه څلور ډوله منابع کارول کیږی( فزیکی منابع، مالی منابع، انسانی منابع او نامحسوسی یا معنوی منابع) چی د یادو هری ډلی په کار اچولو ته استخدام وایی، خو دلته زمونږ موخه د انسانی منابعو په استخدام بحث کول دی، نو په دی اساس نوری منابع په نظر کی نه نیسو
استخدام د پلا ن له ډیرو مهمو برخو څخه ده ، چی په حقیقت کی یوه پروسه ده چی هڅه کیږی تر څو هغه کاندیدان یا کسان جذب کړی چی په یوه اداره کی د خا لی بست (تشی وظیفی ) د پرمخ بیولو وړتیا ولری، په دی پروسه کی علمی سوی، کاری تجربی او له نورو سره سلوک( رویی ) او اخلاقوته اهمیت ورکول کیږی.
استخدام ته اړتیا (ولی استخدام؟): لکه چی په تعریف کی ورته اشاره وشوه، چی په یو اداره کی د تشی وظیفی ډکولو ته استخدام وایی، په حقیقت کی د همدی پوښتنی ځواب هم داده، کله چی په یوه اداره کی تشی وظیفی یعنی بستونه رامینځ ته شی، د کارونو په سمه توګه او په وخت سرد ترسره کولو لپاره اداره اړ ده چی تشو وظیفو ته کارکونکی وګماری، دا چی ولی په یوه اداره کی نوی تشی وظیفی رامینځ ته کیږی، ممکن ډیر عوامل ولری چی دلته یی له ځینو مهمو عواملو څخه یادونه کوو:  یو ه اداره چی کله خپل کاروبار ته پراختیا ورکوی یا کاری ظرفیت ته توسعه ورکوی یا هم یوه نوی پروژه پیلوی نو په داسی حالاتو کی د دی لوړ احتمال موجود دی چی تشی وظیفی دی رامینځ ته شی. چی د دا ډول وظیفو ډکولو او د کسانو په کارګمارلو ته اړتیا لیدل کیږی چی همدی پروسی ته استخام وایی.
داستخدام مهمی مرحلی: په یو ه اداره کی چی کله استخدام ترسره کیږی لاندی مهمی مرحلی په نظر کی نیول کیږی:
ü      استخدام ته د اړتیا تثبیتول: په دی منعی چی تر هرڅه له مخی یوه اداره پوه شی چی استخدام ته اړتیا لری او په کومه برخه کی باید استخدام ترسره شی، لنډه دا چی لومړی تشه وظیفه تثبتوی.
ü      کله چی تشه وظیفه تثبیته شوه ، د هغی لپاره لایحه د وظایفو ترتیبوی ، یعنی که په دی برخه کی کارکونکی استخدام کیږی هغه باید کوم کارونه ترسره کړی او صلاحیتونه یی کوم دی.
ü      کله چی استخدام ته اړتیا ثابیته شوه او لایحه د وظایفو ورته تعین شوه،  نو په دریم قدم کی باید په بودیجه کی د همدی پوست لپاره مالی امکانات ځانګړی شی( معاش او نور مصارف).
ü      طبعی خبره ده چی پورته ټوله کارونه به د اداری د مشرانو له لوری ترسره شوی وی او یا به تایید شوی وی، مطلب دا چی طی مراحل به په سم شکل مرعات شوی وی. ورسته  له دی ، بست ته باید د وړ کاندید د پیدا کولو په موخه اعلان وشی، چی اعلان یی کیدی شی چاپی او یا هم الیکترونی رسنیو په وسیله ترسره شی. اعلان باید لیږ تر لیږه دوه هفتی وخت ولری.
ü      کله چی کاندیدانو خپل غوښتن لیکونه یا سی وی ګانی راولیږلی، د ټاکل شو  نیټی ورسته د نورو کسانو سوی او غوښتن لیک نه منل کیږی او په ترلاسه شوی سی وی ګانو غور کیږی چی کوم ځنی یی شرایط پوره کوی، دوه یا څو کسان د سیالی په موخه [شارټ لیست ] کوی او  انټروی یا هم امتحان ته را بلل کیږی.
ü      کیدی شی له را بلل شوو کسانو لومړی امتحال واخستل شی چی  د دوی مسلکی سویه تعین کړی،
ü      کوم کسان چی په امتحان کی شی پایلی لری انتروی ته رابلل کیږی ، اوپه انټروی کی معمولا د معرفی څخه پیل ، تجربه او په مسلکی او عمومی پوښتنو چی دانټروی کونکی سلوک هم تری معلوم کړای شی پای ته رسیږی، د یادولو ده چی د انټروی په مهال د کاندید د معاش دتقاضاپه هکله هم معلوما ت ترلاسه کیږی.
ü      کوم کس چی په امتحان او انتروی کی لوړی نمری وړی ، داداری شرایط منی ، کامباب اعلانیږی. ا و د قرارداد لپاره راغوښتل کیږی.
مخکی له قرار داد څخه دبشری منابع مدیر له کامیاب شوی کس څخه لاندی اسنادو غوښتنه کوی چی په انګلسی کی ورته HR Check list وایی:
۱--سی وی یا خلص د سوانح
۲-تحصلی اسناد
۳-یو یا دوه قطعه عکسونه
۴-د تذکری کاپی
۵-ممکن صحی معانات
۶-ضمانت لیک
د پورته اسنادو په پوره کولو سره قرارداد لاسلیک کیږی ،او د ګمارل شوی کس لپاره دوسیه پرانستل کیږی چی د قرارداد په ګډون پورته ټول اسناد پکی ځای په ځای کیږی. او د کار په اوږدو کی وخت ناوخته تازه کیږی.

په درنښت

ش-شمس

No comments:

Post a Comment