Monday, March 9, 2020

د وخت مدیریت ۷ مهم ټکي

لاندې اووه مهم ټکي تاسو سره د وخت په مدیریت کې مرسته کولاي شې
1.       په خپلو موخو ځان پوه کړي: که غواړي چې وخت مو بې ځایه ضایعه نشې ، لومړی باید په خپلو موخو ځآن ښه پوه کړي، او دا یقینی کړي چې کوم کار چې تاسو اوس پری بوخت یاست خپلو موخو ته مو رسولاې شی.
2.       د خپلو کړنو لیست ترتیب کړي: د خپلو کړنو لیست تر تیب کړي ، او په ډیره ځیرکتیا سره یې اولیت بندي کړي، په دی معنی چې د خپلو کړنو لیست ډیر په غور سره تر نظر تیر کړي او داسي یی اولیت بندي کړي چې موخو ته مو په اسانی سره ورسیږي.( د کړنو په لیست کي مو مهمې او عاجلې کړنې له مهمو او غیري عاجلو کړنو څخه جلا کړي)
3.       د (نه) ویلو مهارت په ځان کی پیدا کړي: که تاسو کوم مهم کار یا مهمه کړنه په مخ کې لري چې باید ترسره یې کړي، او په عین حال کې له تاسو څخه ستاسو نږدی ملګری غواړی چې په میله ورسره لاړ شې ، نو باید دا جرءت ولري چې هغه ته د نه ځواب ورکړی، کیدای شې هغه اوس تاسو درک نکړي خو په فرصت سره هغه ته قناعت ورکړي.
4.       مخکی له مخکی پلان ولري: یو تر ټولو خراب عادت چې ستاسو ډیر وخت ضایع کوي ، هغه د کاري ورځې په داسې حال کې پیل ده چې څرګند پلان ونلری، چې باید د ورځې په اوږدوکې څه وکړي، نو ددی لپاره چې له وخت څخه مو اعظمي ګټه پورته کړې وې باید هرې ورځې ته مخکی له مخکی پلان ولري، او د هغه مطابق خپله کاري ورځ پیل او پاي ته یی ورسوي.(ښه به داوي چی مشخص کړي چې په سهار کې کوم کاروکړي او په ماسپیښن کې کوم کار وکړي)
5.       د وخت له ضایع کولو څخه مخنیوی وکړي: دې  ته باید جدي پام وکړي چې دیوې مهمې دندې د ترسره کولو په وخت کې ستاسو څومره وخت ضایع کیږی او د دندې د ترسره کولو څخه ورسته پاتې کیږي د بیلګې په توګه ټولنیزې رسنې لکه فیس بوک یا مبایل باندی څومره وخت ضایع کوي، تاسو کولاي شې په ورځ کې د فیس بوک او ورته رسنیو د کارولو لپاره په ورځ کې وخت ځانګړي کړی مثلآ سهار په ۷ بجي نیم ساعت او ماښام په ۷ نیم ساعت.
6.       خپل ځانته پام وکړي: باید په کافي اندازه خوب او استراحت وکړی ځکه د انسان مغز تر ټولو مهمه دنده ترسره کوي که انسان بیخوبه وي مولدیت یی هم کمیږی نو د دی لپاره شپه وخته څملې او سهار وخت پورته شی
7.       خپل ځان وپیږنې:  باید د ځان په هکله کافی معلومات ولری چې د ورځې په کومه برخه کې  ښه کار کولاي شې او مولدیت دی زیات ده او په کومه برخه کې مو مولدیت کم ده، یا هم کیدای شې د ورځې په یوه برخه کې ستاسو د یو ډول فعالیت مولدیت زیات وي ( په سهار کې مطالعه  په څاښت کې فزیکی یا دفتری کار) نو باید تاسو له خپلو عاداتو بشپړ خبر شی او د هغه مطابق خپل کارونه ترتیب کړي.
هیله ده چې پورته کرښې ستاسو سره د وخت په مدیریت کې مرسته وکړې او ترې ګټه پورته کړې