اقتصاد او اداره


 د دولت پور او دهغه اغیزی په اقتصاد

دپور(قرض  ) تعریف :
اقتصاد پوهانو د قرض مختلف تعریفونه کړی د ی چی دلته یی یواخی له دوه تعریفو څخه یادونه کول ضروری بولم
یو شمیر اقتصاد پوهان قرض داسی تعریفوی : دیو ارزش لرونکی شی تر لاسه کول په راتلونکی مشخص وخت کی د بیا ورکړی د مسولیت سره (د اداینی د مسولیت سره)چی معمولاً تر هغه څه به زیات ارزش ولری چی تر لاسه کړی یی وو( د پیسو تر لاسه کول د یو معیین وخت لپاره چی د بیاورکړی مسولیت هم ولری او معمولاً د ورکړی په وخت کی به یی له هغه پیسو څخه زیات ارزش لری کوم چی یی په لاس راوړی ویی چی هغه زیاتو پیسو ته د قرض مصرف یا نرخ(سو د) هم ویل کیږی).
همدارنګه قرض داسی هم تعریفولای شو: قرض عبارت دی د پیسو موقتی لاسته راوړلو څخه چی د پور شوو پیسو د بیا اداینی په موخه تر لاسه کیږی.
د پور لومړنی تعریف څه ناڅه دقیق دی چی لاندی مهم ټکی لری .
له تعریف څخه دا څرګندیږی چی په قرض کی لاندی ټکی کلیدی اهمیت لری
۱-ارزش لرونکی شی: یعنی هغه څه چی په قرض اخستل کیږی یا ورکول کیږی باید ارزش ولری
۲-معین مقدار :هغه څه چی په قرض اخستل کیږی یا ورکول کیږی باید اندازه یا مقدار یی معلوم وی .
۳-راتلونکی مشخص وخت :قرض د یوی ټاکلی مودی لپاره وی او دا همدی موده باید معلومه وی مثلاً یوکال ،دوه کاله...
۴-د بیااداینی مسولیت : قرض اخستونکی مکلف ده چی اخستل شوی قرض په هماغه مشخص شوی وخت کی ادا کړی ، یعنی که یو څوک چاته په پور پیسی یا کوم بل با ارزش جنس ورکوی نو په دی صورت کی پور اخستونکی باید د ا مکلفیت ولری چی په تعین شوی وخت کی د نوړی پور ور ادا کړی که دا مکلفیت ونلری نو په دی صورت کی دا ډول معامله ته قرض نشو ویلایی.
۵-په معینه فیصدی سره د ارزش زیاتوالی: دی ته په اقتصادی اصطلاح کی ربح چی په عامه توګه ورته سود وایی البته د اسلامی اصولوپربیناد سود منع اوحرام ګڼل شوی دی ولی په نننی اقتصادی راکړو ورکړو کی عام شوی، یعنی د قرض د اد ا کولو په وخت هغه فیصدی ربح هم ورکړیکوم چی د قرض اخستولو په وخت کی قرارداد شوی وو .
پور اخستل د انسانانو تر مینځ ډیر له پخوا را پیل شوی د ه لکه څنګه چی د تاریخ په اوږدو کی په اقتصادی معاملاتوکی وخت ناوخته بدلونونه راغلی دی همدارنګه د پور په بڼه او شرایطو او اهدافو کی هم دوخت په تیریدو سره بدلونونه راغلی دی. په اوس وخت پور په مختلیفو کچو او مختلفو انفوسونو ترمینځ په مختلفو ډولونو سره تر سره کیږی چی لاندی به د پور په ډولنوکی په بشپړه تفصل سره ولوستل شی.
د پور ډولونه : که څه هم په دی هکله داسی یو مشخص ویش نشته چی ورته ګوته ونیول شی چی پور دا ډولونه لری، بلکی پور د اخستونکو له نظره چی د پور اخستونکی څوک دی، په کومو موخو پور اخستل کیږی، د پور د پیسو د اندازی له نظره او همدارنګه ، د پور د استعمال له نظره چی په کومو ځایونوکی پور استعمال او دبیاورکړی د وخت په اساس پورونه ویشلای شو چی هر یو به یی انشاالله په تفصل سره ووایو.
د پور ډولونه دپور د اخستونکو له نظره: پور د اخستونکی له نظره لاندی ډولونه لری.
ü     شخصی پور: دا هغه پورونه دی چی عام خلک یی دخپلو احتیاجاتو د پوره کولو لپاره له مختلفو منابعو څخه تر لاسه کولاشی (دولت ، له افرادو ، او له موسساتو څخه ) د دی ډول پور تر ټولو لویه مشخصه داده چی عام خلک یی د خپلو مصرفی احتیاجاتو د رفع کولو په موخه اخلی او معمولاً وخت یی کم وی، دا پورونه تر یو کال نه د کمی مودی لپاره وی.
ü     د کمپنیو او سازمانونو پور: د کمپنویو او لویو سازمانونو پور معمولاً د خپلو تجارتی کارونو دپر مختګ لپاره پور له مختلفو سازمانونو، بانکونو او دولت څخه اخلی د دی ډول پورنو اندازه زیاته او وخت یی نسبتاً وږد وی چی معمولاُ له یو کال څخه بیا تر پینځوکالو پوری رسیږی.
ü     د دولت پور: دولت د بودجی دکسر دله مینځه وړلو، پرمختیا یی پروژو او یا دخپلو مصارفو دتکافو لپاره پور اخلی چی وخت او خصوصیت یی مختلف دی او په ځانګړی حالاتوکی سره تو پیر لری.
د موخو په اساس د پور ډولونه :  د موخو په اساس د پور ډولونه په لاندی ډول دی.
ü     استهلاکی پور: هغه پورونه چی د استهلاک او ورځنی ژوند د پرمخبیولو لپاره ورڅخه استفاده کیږی، دا ډول پورنه کورنی د خپلو ورځنیو چارو د پروخ بیولو لپاره اخلی.
ü     ظرفیتی او تولیدی: دا هغه پورونه دی چی د تولید د زیاتیدو یا د ظرفیت د لوړیدو په موخه تر سره کیږی.
د پور ډولونه دهغه د مصارفو په لحاظ
پور ډولونه په لاندی ډول دی .
ü     هغه پورونه چی د هغوی مصارف لوړ وی چی دا مصارف عموماً په هغه پورونو کی وی
  
پورونواخستلوته اړتیا او د زیاتیدو لامولونه:
په ملی کچه د پورونو د زیاتیدو علتونه مختلف دی،  چی دلته یی له څو مهمو ډولونو څخه یادونه کوو.
       I.            جنګ یاجنګ ته تیاری:  ملتونه خپلی ځمکنی بشپړ تیاته ډیر اهمیت ورکوی، چی په دی اړه هر ډول قربانی او سرښندنی ته تیار دی، نو په دی اساس د جنګ او یا جنګ ته د تیاری په وخت کی دولتونه د پور تر فشار لاندی راځی او په ملی کچه پور لوړیږی.
     II.            د بودیجی کسر: کله چی د دولت بودیجه کسر ولری او دولت ته معلومه شی چی په هیواد کی یو لړ پرمختیایی کارونه په ځانګړی توګه هغه کارونه چی ملی اقتصاد ورباندی پراختیا مومی  نشی تر سره کیدی، نو دولت پور اخستلوو ته اړکیږی چی په دی سره هم په هیواد کی د پور کچه لوړیږی.
  III.            د مخ په وده هیوادونو لیولتیا اقتصادی رشد ته: په دا ورستیو کلونو کی د مخ په وده هیوادونو دولتونه کوشش کوی چی اقتصادی رشد یی چټک شی ، چی په دی سره خارجی او داخلی پورنه زیاتوی تر څو داقتصادی رشد په خاطر یولړ ځانګړی پروګرامونه په مخ بوځی ، چی دا هم په دی هیوادونو کی د پور د کچی د لوړوالی باعث کیږی.
  IV.            په ټولنه کی د رفاهی پلانونو پلی کول: کله چی دولتونه وغوړی چی په ټولنه کی رفاهیت رامینځ ته شی نو په داسی حالاتو کی دولت یولړ پروګرامونه تر لاس لاندی نسی چی په دی سره دولتونه دخپل پور کچه لوړوی .
د پور(استقراض) موخی :
په ملی یا دولتی کچه پورنه د مختلفوموخو د تر لاسه کولو لپاره اخستل کیږی
       I.            د لګښت او عوایدو ترمینځ پل رامینځ ته کول: دا په دی معنی کله چی د مالی کال په ورستی برخه کی دولت د بودجی له کسر سره مخامخ شی، نودولت د بودیجوی کسر د پوښلولو په موخه موقتی او لنډ مهاله پورونواخستلو ته اقتدام کوی  یا له بیلابیلو لارو له مرکزی بانک څخه مرسته ترلاسه کوی چی غوره بیلګه یی د هند دولت یادولی شو. دهند دولت معمولاً په داسی حالاتو کی د دولت دخزانی اسناد نشروی چی باید په دریو میاشتو کی یی بیرته اداد کړی.
     II.            د مالی چارو تګلاره :  کله چی د یو هیواد اقتصاد له رکود سره مخامخ کیږی په (اقتصادی روکود : په اقتصاد کی داسی یو حالت ته روکودی حالت ویل کیږی چی هلته قیمتونه ډیر لوړ شی، په عمومی توګه عاید کم شی ، تقاضا کمه شی او بیکاری ډیره زیاته شی چی د داسی حالت په نتجه کی بیکاری ډیره زیاته کیږی او اقتصادی رشد کمیږی) دی حالت کی دولت مجبوره د چی په هیواد کی دبیکاری د لمینځه وړلوو په موخه د کار دپراختیا په تګلاره کار وکړی تر څو وګړو ته د کار کولوپریمانه زمینه برابره کړی، چی د کار دپراختیا یی تګلاره ډیر زیات لګښت ته اړتیا لری، نو دولت د اقتصادی ثبات په موخه پور اخلی.
  III.            د انفلاسیون (دپیسو د پاړسوب ) د راکمولو په موخه: کله چی یوټولنه د انفلاسیون سره مخامخ شی(انفلاسیون : په اقتصاد کی هغه حالت ته انفلاسیون ویلای شی چی د هیواد په کچه په عمومی توګه قیمتونه لوړشی.عمومی په دی معنی چی د ټولو شیانو قیمتونه لوړشی چی دا ډیر لامیولونه لری چی تر ټولو مهم یی د پیسو ارزش له لاسه ورکول دی، چی داهم د پیسو په زیات نشر پوری اړه لری) نو تر ټولو مهم هدف په هیواد کی د قیمتونو را کمول دی ، د انفلاسیون په حالت کی لکه چی وړاندی یی  یادونه وشوه ملی پیسی زیاتی نشرشوی وی یا په بل عبارت په هیواد کی د پیسو عرضه نظر دهغویی تقاضاته زیاته وی، چی په دی صورت کی د پیسو ارزش کمیږی، نو دولت د قیمتونو د راټیټولو په موخه باید باید اضافی پیسی ټولی کړی چی دا یواځی د پور په بڼه له ټولنی راټولولای شی ، دولتونه په داسی حالاتوکی خپل دقرضی اسناد نشر کوی او له خلکو څخه پیسی راټولوی، نو په دی سره له ټولنی اضافی پیسی ټولوی او په نتجه کی د پیسو عرضه او تقاضا سره برابریږی چی پایله یی د قیمتونو بیرته عادی کیدل دی.
  IV.            جنګی حالات: کله چی په هیواد کی جنګ وی او دولت جنګ ته تیاری نسی نو په دی صورت کی یواخی مالیات نشی کولای چی دا ټول مصارف پوره کړی، دولت پور اخستلوته اړکیږی، نو په دی صورت کی پور دجنګ د مصارفو د پوره کولو په موخه کیږی.
    V.            د اقتصادی توسعی په موخه: کله چی دولت وغوا ړی په هیواد کی ځانګړی پلانونه عملی کړی تر څو په اقتصادی ډګر کی زیات پرمختګ رامینځ ته کړی، په دی صورت کی د داډول پروګرامونو پلی کول زیات لګښت ته اړتیا لری چی اکثراً یی دولتونه د پور له لاری دا پیسی برابروی.
د پوراهمیت په اقتصاد کی :
په ملی اقتصاد کی پور په مختلفو کچو او دمختلفو موخو لپاره اخستل کیږی، په دی معنی چی په یو ملی اقتصاد کی اقتصادی انفوسونه په مختلفو اقتصادی فعالیتونه کی مشغول دی که د اسانتیا په موخه په ملی اقتصادکی یواځی دری انفوسونه وجود ولری چی کورنی، کمپنی یا تصدی او دولت فرض کړو، نو په صورت کی د هر انفوس لپاره پور ځانګړی اهمیت لری چی اهمیت په لاندی توګه ده.
د کورنی لپاره د پور اهمیت :
کورنی په ملی اقتصاد کی خورا مهم انفوس د ی چی په اقتصاد کی یو مصرفی انفوس دی، د کورنی اصلی هدف په اقتصاد کی د تولید مصرف دی البته د مصرفی تولید دی.
کورنی عموماً کار کوی تر څو په اقتصاد کی د خپل ژوندانه د تامین لپاره کار وکړی، خپل د کار ځوا ک عرضه کوی اوپه عایدو یی خپل د ژوندانه د اړتیاوو د رفعه کولو لپاره استعمالوی، خو په ځنی وخت کی د کورنی اړتیاوو په هغه عوایدو چی د خپل کار د ځواک په مقابل کی یی تر لاسه کړی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کفایت نه کوی، نو په دی صورت کی مجبوره دی چی خپل د خپل ژوندانه اقتصادی احتیاجات پری پوره کړی، نو په دی صورت کی کورنی مجبوره ده خپلو احتیاجاتو د پوره کولو لپاره پور واخلی ، کیدی شی دا پور له مختلفو منابعو په مختلفو شرایطو تر لاسه کړی. مهمه نه ده چی کورنی له کومی منبع څخه پور اخلی ولی مهمه داده چی کورنی په کومه موخه پور اخلی . که په ملی اقتصاد کی په عمومی توګه د کورنیو یعنی (دنوموړی انفوس ) عواید کم شی نو دا به په دی معنی وی چی په اقتصاد کی مصرفی تولید ته تقاضا کمه شوی او هغه کمپنی چی یاد تولیدات تولیدوی نو دهغو عواید به هم کم شی په دی صورت کی به دا په اقتصاد منفی اغیز ولری په هر صورت د کورنی لپاره پور په ځانګړو حالاتوکی خورا ډیر اهمیت لری بلکی ویلای شو چی حیاتی اهمیت لری.
د پوراهمیت د کمپنی لپاره:  هره کمپنی غواړی چی پخپله کاری ساحه کی پوره بریالیتوب تر لاسه کړی، په ملی اقتصاد کی د کمپنی هدف ګټه ترلاسه کول دی ، کمپنی د خپل فعالیت په نتجه کی تولید یا خدمات په اقتصاد کی دوو نورو انفوسونو(کورنی او دولت) ته عرضه کوی، چی په نتجه کی یی له دوو نورو انفوسونوڅخه ګټه تر لاسه کوی، ولی کمپنی نشی کولای چی په یواځی توګه فعالیت وکړی، کمپنی د ښه فعالیت لپاره پانګی ته اړتیا لری، چی اکثرو حالاتو کی کمپنی نشی کولای چی د اړتیا وړ ټوله پانګه دځان لپاره خپله برابره کړی، بلکی کمپنی دی ته اړده چی له نورو اقتصادی انفوسونو څخه پیسی پور کړی تر څو خپل اړتیاوی پری پوره کړی، کمپنی له مختلفومنابعو څخه کولای شی چی پور تر لاسه کړی ، لکه دولت، ځانګړی مالی موسسی ، او خصوصی افرادو څخه کولای شی چی خپلی مالی منابع په پور تر لاسه کړی.
په اوسنی نړی کی ډیری هیوادونه خپلو کمپنی ته دهغوی د مالی احتیاجاتو د پوره کولو لپاره مالی منابع برابروی، یعنی اکثره هیوادونه غواړی چی خپلی داخلی کمپنی په پښوودروی لامل یی د ملی غرورو شتون ده هغه هیوادونه چی خپل داخلی تولیدات لری نو دهغه ملت ټول وګړی یو ډول ویاړ کوی، نو په دی اساس یاد دولتونه خپلوکمپنیو په اختیار کی مالی منابع د پور په بڼه په لاس ورکوی. سربیره په دولت خصوصی مالی موسسی هم کمپنیو ته پیسی په پور ورکوی، کمپنی په لاندی حالاتو کی پور تر لاسه کولو ته اړتیا تر لاسه کوی.
ü     کله چی کمپنی وغواړی چی دخپلو تجارتی فعالیت د ښه کولو لپاره دارایی واخلی لکه ماشینری، تعمیر  او داسی نور چی ډیرو مالی منابعوته اړتیا لری.
ü     کله چی کمپنی د خپلو تولیداتو د نوښت لپاره کمپنی ته نوی تکنالوژی داخلوی او پخپله تولیدی پروسه نوښت راولی نو په دی صورت کی کمپنی پور اخستلو ته اړتیا لری.
ü      اکثره وخت کمپنی د بیړنی حالاتو لپاره یوه اندازه پیسی د قانونی ذخیری په توګه له ځانه سره ساتی.
ü     کله چی کمپنی وغواړی خپل کارته وسعت ورکړی نو په دی صورت کی کمپنی زیاتو مالی منابعو ته اړتیا لری چی دا منابع د پور په ذریعه تر لاسه کوی.
او د ډیرو نور هممو اهدافو لپاره کمپنی پور اخلی له هغه ځای چی کمپنی په ملی اقتصاد کی ډیر مهم رول لوبوی نو  د کمپنی پور اخستل نه یواځی چی کمپنی ته بلکه د اقتصاد په نور سکتورنو هم ډیر ښه تاثیرات لری، باید یادونه وکړم چی قرض په هر حالت کی هم مثبت نتایج نشی لرلای بلکی ځنی وختونه منفی او خطرناک اثرات هم لری.

دپور اهمیت د دولت لپاره:  له هغه بحثونو چی وړاندی یی یادونه وشوه د دولت لپاره پور له ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی، دولت له هغه ملی پروګرامونو او درنومسولیتونو چی د ملت په وړاندی یی لری ډیری مهمی دندی په یوه ټولنه کی لری، دولت دنده لری چی د یوی ټولنی په مادی او معنوی ډول ساتنه وکړی، د وګړو سوکالی، امنیت د دولت له مهمو دندو څخه دی، په اسلام کی خولا د دولت لویه دنده د وګړو دنیوی او اخروی سعادت او نیک مرغی ده، په هر حال دولت د دومره دروند مسولیت د ترسره کولولپاره چی د خپل ملت په وړاندی یی لری، مالی منابعو ته ضرورت لری، چی په اوسنی نړی کی د دونیا هر دولت دخپلو کارونو د تر سره کولو او هغه پلانونه چی پلی کول یی د دوی د ملتونو دسوکالی باعث کیږی کلنی بودجه لری، بودجه په حقیقت کی یو قانونی سند ده چی پکی د دولت یو کلن عواید لیست شوی وی او د همدی عوا یدو د لګښت ځای هم ښودل شوی وی، یعنی بودجه د دولت د یوکال د عوایدو اومصارفو لیست ده، همیشه دولتونه دخپل یو کال کی چی څومره کارونه کوی د هغه لپاره عوایدو ته اړتیا لری چی باید تر سره یی کړی، ولی ځنی وخت دولتونه نشی کولای هغه څه چی په پلان کی لری چی باید پلی یی کړی د عوایدو کمښت له امله یی نشی پلی کولای چی داسی حالت د بودجی کسر وایی(کله چی تر عوایدو یی مصارف لوړ شی دی حالت د بودجی کسر وایی) نو په دی حالت کی دولت مجبوره کیږی چی د خپل مسولیت د ښه ادا کولو په خاطر پیسی په قرض واخلی ، په داسی یا حالت کی دولت کولای شی په داخل کی پورترلاسه کړی(له افرادو ، کمپنیو او خصوصی موسسو او یا له مرکزی بانک څخه) او همدارنګه که په داخل کی د قرض ورکولو امکانات کم وی دولت کولای شی چی د هیواد له بهره پور تر لاسه کړی (له نورو هیوادو څخه یا له نړیوالو مالی موسیسو څخه) چی ډیری وخت دولت په لاندی حالاتو کی پور اخستلو ته اړتیا پیدا کوی.
ü     کله چی په هیواد کی جنګ وی او د کوم جنګ د پیښیدو خطر موجود وی نو دولت د خپلی ځمکنی بشپړ تیا پخاطر اخپل دفاعی حالت نور هم ځواکمنوی چی دا دفاعی حالت زیات لګښت ته ضرورت لری چی باید دولت یی په قرض واخلی.
ü     کله چی هیواد له سختی وچکالی یا کوم طبعی ناورین سره مخامخ شی، چی په داسی یو حالت کی د دولت عواید ډیر کمیږی، دولت له داسی حالت څخه د وتلو پخاطر پور اخستلو ته ترجح ورکوی، او په داسی حالت کی دولت له بهر څخه پور اخلی، چی غوره بیلګه یی د پاکستان دولت دی، کله چی په ۲۰۰۹کال کی په پاکستان کی سخت سلابونه راغلو او ډیر وګړی یی بی کوره کړل نو دپاکستان دولت تصمیم ونیوی چی باید له IMFیا د پیسو د نړیوال صندق څخه پور ترلاسه کړیږ
ü     ځنی وخت دولتونو په هیواد کی د اقتصادی ودی او تولیدی ظرفیت د لوړیدوپه موخه پرمختیایی پروژی پلی کوی نوپه دی صورت کی دولت اړکیږی چی پور تر لاسه کړی او دا پورونه اکثرآ بهرنی وی لکه دزراعت عصری کول ، صنایع په پشودرول د بریښنا بندونه جوړول او یا د ایران اټومی پروګرام چی له روسی څخه د نوموړی پروګرام د پلی کولو لپاره د پور غوښتنه کوی.
ü     د دولتونو لپاره په ځنی حالاتوکی پور د پیسو دسیاست یوه ښه وسیله هم ده، کله چی په هیواد کی انفلاسیون راشی په ځانګړی توګه په مخ په وده هیوادوکی نو په دی حالت کی دولت د پسو د ارزشت او د قیمتونو دکنترول په موخه له وګړو څخه پور اخلی تر څو دپسو اضافه برخه له هیواده ټولی کړی او قیمتونه بیرته نورمال حالت ته راوګرځی چی په دی صورت کی دولت په حقیقت کی داخلی قرض اخلی.
ü     د کال په اخیره کی چی کله د دولت بودجه له کسر سره مخامخ شی نو دولت په دی صورت کی لنډ مهال قرض د هیواد په داخل کی اخلی چی زیاته موده یی یوکال او کمه مودهیی دری میاشتی ده، په دی معنی کله چی دولت په داسی یو حالت کی پیسی په پور واخلی نو واپس داپیسی کم له کمه په دری میاشتی کی او زیات له زیات نه په یوکال کی ادا کوی.
دولتونو په پورته یادو شوو حالتو او یا دی ته ورته حالاتو کی پور اخلی چی د یو جامعی داقتصاد لپاره حیاتی اهمیت لری، لکه چی وړاندی مو یادونه وړکړه چی دولت کولای شی چی پور له داخل یا بهر څخه واخلی ، په دواړو حالاتو کی دهیواد اقتصادی وضع ته په پام او د پور شرایطو ته په پام سره ډول ډول اثرات لری،  دلته غواړم چی په لنډه توګه د یو هیواد په اقتصاد باندی د بهرنی پور اثرات وڅیړم.
د دولت د بهرنی پور تاثیرات:  که ووایو چی د نړی یو هیواد یا کوم نړیوال مالی سازمان یو هیواد ته د بشردوستانه حس په اساس مرستی او قرضونه ورکوی دا به مو یواځی خوشبنی وی بلکی له حقیقت څخه لری ده ، بلکی خارجی هیوادونه د پور ورکولو سره یولړ اهداف هم تعقبیوی، دا اهداف کیدی شی چی اقتصادی، سیاسی او یا فرهنګی وی .
اقتصادی اهداف: کله چی یو هیواد له بل هیواد څخه پور اخلی نو پور ورکونکی هیواد پور هغه وخت ورکوی چی په دی کی یی یو لړ ځانګړی موخی ترلاسه کړی چی دا موخی کیدای شی په لاندی ډول وی.
ü     پور ورکونکی هیوادونه تر ډیرو په دی نه وی راضی چی د دوی له پیسو څخه دی پور اخستونکی هیوادونه په زیربنایی چارو او پرمختیایی چاروکی په کار واچوی، بلکه غواړی چی پور اخستونکی هیواد هغه پیسی چی په پور اخلی خپل جاری مصارف پری تکافو کړی، له دی څخه یی هدف داده چی نوموړی هیواد د همیش لپاره اړوی، په ۷۳کال کی د ملګروملتونو په راپور کی راغلی چی یواځی ۲۰٪ بهرنی پورونه په زیربینایی چاروکی ورڅخه کار اخستل شوی پاتی ۸۰٪ سلنه یی د جاری مصارفو د تکافو لپاره په کار لویدلی دی.
ü     پور ورکونکی ممکن د پور ورکولو په وخت کی د خپل پور نرخ یا ټیکټانه یا سود اندازه ډیره لوړه تعیین کړی تر څو په راتلکونکی څوکلونو کی چی د پور وخت پوره کیږی په کافی اندازه زیات عاید ترلاسه کړی، یعنی موخه یی د پور ورکولو په مهال د زیات سود لاسته راوړل دی لکه چی په نړی کی یی ډیر بیلګی شته.
ü     پور ورکونکی هیواد د پور اخستونکی هیواد ممکن په داسی شرایط سره پور ورکړی چی په نوموړی پیسو ځانګړی پروژی پلی کړی چی د یادو پروژو تولیدات ته د پور ورکونکی هیواد زیاته اړتیا وی، او دا په پوراخستونکی هیواد ومنی چی د داسی پروژو تولیدات به یواځی په پور ورکونکی هیواد پلورل کیږی.
ü     د پور ورکونکی هیواد یوه موخه دا هم کیدی شی چی په پور اخستونکی هیواد دا ومنی چی هغه وخت پور ورکوی چی د پور ورکونکی هیواد له متخصیصو کارکونکو څخه کار واخلی او په هغه پروژوکی چی دا پور ورته اخلی د پور ورکونکی هیواد متخصصین په کار وګماری .
ü     ممکن پور ورکونکی هیواد په دی شرط پور ورکړی چی په هیواد کی د پور ورکونکی هیواد له  تکنالوژی کار واخلی چی دا به د پور اخستونکی هیواد اقتصاد په راتلونکی کی د تکنالوژی له اړخه په پور ورکونکی هیواد پوری وتړل شی چی دا د هیواد د اقتصادی ازادی په خلاف ده او ناوړه اغیزی به ولری.
په هر حال پور ورکونکی هیوادونه یو لړ اقتصادی موخی تعقیبوی .
د پور سیاسی اهداف: پور ورکونکی هیوادونه د سیاسی اهدافو دلاسته را وړلو په خاطر هم پو ر ورکوی، په سیاسی اهداف په دی معنی چی کله یو هیواد بل هیواد ته پور ورکوی نو پور ورکونکی هیواد له پور اخستونکی هیواد څخه دا تمه لری تر څو په نړیوالو سیاسی قضیو کی د پور ورکونکی هیواد دنظر پلوی وکړی چی دا ډول پورونه اکثراً د نړی لوی هیوادونه لکه امریکا، چین ،روسه انګلستان چاپان ... هیوادونه ورکوی، یعنی پورورکونکی له پور اخستونکو څخه دا تمه لری په نړیوالو سیاسی قضیو کی د پور ورکونکی هیوادونو له دریځ څخه ملاتړ وکړی په ځانګړی توګه په ملګرو ملتونو کی.
د پور فرهنګی اهداف:  ځنی هیوادونه د دی لپاره بل هیواد ته پور ور کوی تر څو تر خپل فرهنګی اثر لاندی یی راولی، په اوسنی نړی کی دا یو منل شوی حقیقت دی چی کله چی یو هیواد بل هیواد ته پور ورکوی نو په پوراخستونکی هیواد کی خپل مذهبی او فرهنګی اهداف تعقبوی .
په هر حال خارجی پورونه سره له دی چی ډیر وخت هیوادونه اړوی چی له نورو هیوادونو څخه پور تر لاسه کړی، ولی بیاهم ډیر وخت پور ورکونکی هیوادونه پورته یادشوواهدافو په مبنا پور ورکوی.

1 comment:

  1. درنو او محترمو لوستونکو له تاسو په ډیر عاجزی هیله کوم چی خپل نظر مو د موضوع په هکله راسره شریک کړی
    په درنښت
    ش-شمس

    ReplyDelete